د کانکریټو د اړینو وچو موادو محاسبه او برآورد
د کانکریټو د اړینو وچو مواد محاسبه او برآورد. ژوندی مثال : د یو متر مکعب کانکریټو چې مارک یې 250 دي د اړینو او لازمو وچو موادو (سمنټ ، ریگ ، جغل) مقدار په لاس راوړی : حل : د یوه متر مکعب کانکریټو د جوړولو د پاره باید یو نیم چند وچ مواد ولرو یا په بله معنې سره 50 سلنه (فیصده) اضافه وچ موادو ته اړتیا ده ، اوس راځو یو مترمکعب ضرب د 1.5 کوو : متر معکب ضرب د 1.5 مساوي کیږي په 1.5 متر مکعب په 250 مارک کې د سمنټو ، ریگ او جغل اندازې مساوي دي له (M250:1:1:2) : 1 برخه سمنټ ، 1 برخه ریگ او 2 برخې جغل اوس راځو ټولې برخې یا نسبتونه سره جمع کوو = 1+1+2= 4 اوس راځو یونیم یا 1.5 د سمنټو ، ریگ او جغل د نسبتونو په جمع …